شماره 63/چهارشنبه 23 سرطان 1389/14 جولای 2010
د امريکا په کانګرس کې د وسله والې جرگگۍ مشر سناتور کارل لیوین…له دې کبله يې اندېښنه وښووله چې ويل يې پاکستان لېواله نه دى چې شمالي وزيرستان ته – چې د حقاني شبکه په کې فعاله ده – د خپلو عملياتو لړۍ وغځوي.
دده په وينا، د حقاني شبکه له دې ځايه د اورپکۍ پر وړاندې په افغانستان کې روانې جگړ ې ته زيان رسوي.
د اسوشېټيډ پرېس خبرې اژانس په وينا سناتور کارل ليوين کابل ته د خپل دوه ورځني سفر په پای کې دغه څرگندونې وکړې او له اسلام آباد نه يې وغوښتل چې د جلال الدين حقاني شبکه وځپي.
ښاغلي ليوين وويل” دوى يانې پاکستان د حقاني شبکه نه تعقيبوي چې د پاکستان له خاورې افغانستان کې موږ ته خطر پېښوي.”
پخوانى افغان جهادي قوماندان مولوي جلال الدي حقاني او د هغه زوى سراج الدين حقاني اوس د خپلو سلگونو وسله والو کسانو مشري کوي او ځان د افغانستان د طالبانو يوه برخه بولي او وايي د طالبانو له مشر ملامحمد عمر اطاعت کوي.Ÿ
بی بی سی
————————————————————————————————–
اسپانيا د فوټبال نړيواله اتلولې وګټله
اندريس انيسټا هالند ته په گول وهلو سره، دلومړي ځل لپاره اسپانيا د فوټبال نړيوالې اتلولې ته ورسوله.
دا درېيم ځل دى چې هالند پايلوبو ته رسېږي، خو اتلولې نه گټي.
لوبه له تاوتريخوالي ډکه وه او د سرغړونو له کبله بې شمېره لوبغاړ و ته ژيړ کارتونه ورکړل شول او د هالند يو لوبغاړى جان هيټينگر له لوبې وايستل شو.
له لوبې وروسته ، شانداراه مراسم ترسره شول چې نيلس مانديلا هم په کې گډون کړى وو او له مينه والو سره يې جوړ پخير وکړ.
دا لومړی ځل و چې اسپانيا په کې پايلوبې ته رسېږي، خو د هالنډ درېيم ځل و چې په پايلوبه کې لوبېده، خو يو ځل يې هم اتلولي نه ده ګټلې.Ÿ
بی بی سی